برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دغني او ډاکټرعبدالله دبېلا، بېلو لوړې د ترسره کولو مراسم

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ګډ حکومت اوسنی مشر اشرف غني او اجرائيه رییس عبدالله عبدالله بېل، بېل د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو ترسره کولو ته تیاری نیسي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود طلوع نیوز ته ویلي، د لوړې د مراسمو د برابرولو کمېټه پرلپسې په دې برخه کار کوي او په هیواد دننه او له د باندې د راغوښتل میلمنو لستونه برابروي
په ورته وخت کې د اجرائيه ریاست ویاند «امید میثم» هم وایي، اجرائیه رییس د لوړې مراسم ترسره کوي او له کور دننه ګڼ شمېر سیاستوال او د نړیوالو ملګرو هیوادونو میلمانه ورته رابلل شوي
د ګډ حکومت مشران داسې مهال په ټاکنیزو ناندریو سر دي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید د مارچ په لسمه «څلور ورځې وروسته» بین الافغاني مذاکرات پیل شي
ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی، یو ټولمنلی ټیم وټاکي او له طالبانو سره یې مذاکراتو ته چمتو کړي
په داسې حال کې چې طالبان له ګډ حکومت سره د حکومت په حیث هم خبرې نه کوي، د شنونکو په باور روان بحرانونه به یې مؤقف نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي