برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دغزني په ولایت کې له ۱۷۰۰بیځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

آریانانیوز: د غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزي، نن له غرمي مخکي د یادو مرستو د ویش پر مهال وویل، چې د مرستو په دغه بسته کې ۱۷۰۰ هغه کورنۍ شاملي دي چې د جګړو، طبعي پیښو او ځینو نورو عواملو له کبله د خپلو اصلي سیمو پریښودو ته اړ شوي او خیني یې له بهرنیو هیوادونو څخه بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په وینا بیځایه شویو کورنیو سره د مرستي لپاره د کډوالو چارو وزارت لخوا غزني ته ۲۵ ملیونه ۵۱۸ زره افغانۍ غزني ته ورکړل شوي دي: (( موږ تر سروي وروسته مستحقي کورنۍ تثبیت کړي، چې ټول یې ۱۷۰۰ کورنۍ دي او هري کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.))
والي ښاغلي کلیمزي دغه راز څرګنده کړه چې په غزني کې کډوالو ته د دوهم ښارګوټي د توزیع پلان هم شته او تر قانوني پړاوونو وروسته به یې عملا د ویش چاري پیل شي.
د یادوني وړ ده، چې شاوخوا لس کاله مخکي هم غزني کې د البیروني په نامه یو ښارګوټي له بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته پر راستانه شویو کډوالو ویشل شوي

شریک یي کړئ!