برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

درې تنه پولیس د خپل ملګري په ډزو ووژل شول

د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې د یوې پوستې پولیس خپل درې تنه ملګرو باندي داسي مهال ډزي کړي چې هغوی پوستې ته د اوبو خیژولو په حال کې وو.


یاده پیښه ولایتی چارواکو تأیید کړي او ویلي یي دي چې درې واړه پولیس ځای پرځای وژل شوي او بریدکوونکی په تیښته بریالی شوی دی.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي، د عامه نظم يوه سرتیري پر خپلو درو ملګرو ډزې کړې او هغوی یې وژلي دي. په وینا یې د پیښې د اصلي لامل مالومولو او د برید کوونکي د موندلو هڅي یې رواني کړي دي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی، چې يو افغان پوليس خپل ملګري په ډزو وژني بلکې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوي او د افغان ځواکونو په ليکو کې ډیری عسکرو په خپلو ملګرو او بهرنيانو د ټوپک شپيلۍ ور اړولې چې له کبله يې د څو کلونو په ترڅ کې سلګونه افغان او بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم تر اوسه طالبانو په دې تړاو تبصره نه ده کړي، خو تر دې مخکې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته ډول پېښې شوي چې طالبانو يې مسئوليت منلی او ويلي يې دي چې د افغان پوځ په ليکو کې د دوی ډیری نفوذي کسان شتون لري او وخت پر وخت به پر بهرنيو او افغان عسکرو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!