برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ددوه و امریکایان وژل او درې نور ژوبل کیدل

آریانانیوز: د لوګر مرکز ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر کتار د طالب سرتېرو برید کې پنځو امریکایانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.


طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن سهار وختي يې د لوګر مرکز کې ګازو شرکت سیمې ته څېرمه پر ګډ کتار برید وکړ.
د خبرپاڼې له مخې کتار د صفر یو قطعې او امریکايي عسکرو له ګډو ځواکونو جوړ و، چې د دوی د سرتېرو تر برید لاندې راغی.
د سرچینې په وینا په برید کې دوه امریکايي عسکر ځای پر ځای وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه لیکي: « دغه برید چې په امریکایي اشغالګرو او د صفریک قطعې په ګوډاګیانو د کابل ګردیز پر عمومې سړک ترسره شوی پکې ۲ امریکايي اشغالګر وژل شوي او ۳ نور ژورټپیان دي.»
تر اوسه دلته مېشتو بهرنیانو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د لوګر د محمد اغې په تنګي واغه جان کې دوه امريکايي عسکر ووژل شول، چې بهرنیانو د یوه پخلی وکړ.
درې ژوبل دي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي