برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ددرملنې ډیر مرکزونه تړل کیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ په هیوادکی د جنګ او د ناامنۍ په علت د درملنې د څه دپاسه سلو مرکزونو د تړل کیدا خبر ورکړ.



دغه موسسې پرون په یوه راپور کښې وویل د روان میلادی کال له لومړیو څخه تراوسه پورې دهیوادپه بیلابیلو سیمو کښې د جنګونو او د ناامنیو د دوام په علت د درملنې او دروغتیا یوسل یولس مرکزونه تړل شوی او په زرګونو ښاریز ددرملنې له خدماتو بې برخې شوی دی
ددغه راپور پراساس په تیرو اتومیاشتو کښې دافغانستان په اتلسو ولایتونو کښې د درملنې په مرکزونو اوه اتیا وسله وال بریدونه شوی چې له کبله یې څوارلس کسان وژل شوی او دولس (۱۲) نور ژوبل شوی هم دی
په دغو حملو کښې ددرملنې درې مرکزونه په کامل ډول وران شوی دی .
په هیواد کښې د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د ناامنیو زیاتیدل او دوام په داسې حال کښې دی چې امریکا او ملګری یې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې له ترهګرۍ سره دمبارزې او دامنیت دتامینولو په پلمه په زمونږپه هیوادکی پوځی شتون لری
په داسی حال چی د امریکا پوځی شتون د ناامنۍ ، دترهګرۍ او د نشه ایزو موادو د تولید د زیاتیدا سبب شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي