برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دحکومت د جوړولو دطرحی وړاندې کول

آریانانیوز: د ولسمشري ټاکنو د نوماندانو شورا په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي مشارکت حکومت د جوړولو طرحه وړاندیز وکړه.
په یاده طرحه کې د افغان سولې او ټاکنو پروسې ناکامې بلل شوي او لامل یې هم د یوه فعال او ځواب ویونکي دولت نه موجودیت یاد کړی دی.
د نوماندانو شورا په طرحه کې راغلي چې د یوه ځواب ویونکي حکومت نه موجودیت لامل شوی چې د سولې پروسه په یوه سمبول بدله کړي او ټاکنیز ناورین هم د مهار پر ځای، زیات شي.
د دغې طرحې له مخې، د ملي مشارکت حکومت به د داسې ټاکنو له لارې جوړېږي چې سراسري وي او په عادلانه او متوازن ډول ټول قومونه او لوري په‌کې ګډون وکړي.
د نوماندانو شورا غړی احمدولي مسعود وايي، په تېرو دوو لسیزو کې ولسواکي ناکامه وه او اوس اړتیا ده چې د تفاهم ولسواکي یې ځای ونیسي.
د نوموړي په وینا، د ملي مشارکت حکومت به د ملي اجماع جوړولو لامل شي او ټاکنیز ناورین به هم مهار کړي.
هغه زیاتوي، ټاکنې باطلې دي او ټاکنیزو کمېسیونونو د دوی پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی دی.
د دغې شورا یو بل غړی شهاب حکیمي وايي، د ملي مشارکت حکومت په جوړولو سره به یو ځواب ویونکی حکومت جوړ او ټول هېوادوال به په‌کې ونډه ولري.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا طرحه د قانون خلاف بللې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د ملي مشارکت حکومت طرحه د اساسي قانون خلاف ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د ولسمشري نوماندان دې د خلکو ارادې او هغو رایو ته درنښت وکړي چې په وسیله یې خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي.
د نوماندانو شورا د طرحې له مخې، د ملي مشارکت حکومت کې به د اساسي قانون د ۷۲یمې مادې په رعایت خلک د وړتیا، زده‌کړو، جغرافیې او قومونو پر بنسټ برخه ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي