برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دحمدالله محب لخواد زلمی خلیلزاد په دې تورول

آریانانیوز: ښاغلي محب له امریکايي خبریالانو سره په یوه ناسته ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې پخپله کوي.


د ښاغلي محب دغه بیساري څرګندونې پرون د واشنګټن له خوا سمدستي په کلکه رد شوې دي، واشنګټن دغسې څرګندونې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.
د ښاغلي محب په وينا په خبرو کې ښکېل امريکايي مرکچيان دوى ته ډېر لږ مالومات ورکوي هغه زیاتوي هغسې چې باید د سولې په روانو خبرو کې روڼتیا وي اوس نه پکې لیدله کیږي.
په امریکا کې له خبریالانو سره، د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب دغه وروستۍ څرگندونې د دې مانا لري چې د سولې له روان بهیر څخه افغان حکومت پوره ناهیلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي