
زلمی خلیلزاد، د امریکا پخوانی ځانګړی استازی د افغانستان لپاره، ټینګار کړی چې طالبان د دوحې هوکړې سره د ترهګرۍ پر وړاندې پابند پاتې شوي، او ویلي یې دي چې په تېرو پنځو کلونو کې له افغان خاوره د امریکا پرضد کوم بریدونه نه دي شوي.
زلمی خلیلزاد وویل چې طالبان د دوحې هوکړې لاندې د ترهګرۍ پر ضد خپلې ژمنې پوره کوي او له افغانستانه د امریکا پر ضد د القاعده په ګډون سرغړونکو ډلو د فعالیت مخه نیسي.
د الجزیرې سره په یوه مرکه کې، خلیلزاد څرګنده کړه چې که څه هم هغه په امریکایي حکومت کې نور فعال نه دی، خو له هغو اشخاصو نه راپورونه ترلاسه کوي چې د افغانستان د حالاتونو نږدې څارنه کوي، او ویلي یې دي چې طالبان خپلې ژمنې سرته رسوي. هغه هم داسې اټکلونه یاد کړل چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د امریکا پر ضد بریدونه وشي، خو داسې پیښې هیڅکله هم نه دي رامنځته شوې.
پخواني امریکایي استازي د سرغړونکو ډلې د افغانستان د امنیت لپاره جدي ګواښ وبلله او وویل چې طالبان د دې ډلو پرضد په فعاله توګه جګړه کوي او دوی ته هدف ټاکي.
خلیلزاد هم د طالبانو د ښځو او جینکو پر محدودیتونو خبرې وکړلې، او ټینګار یې وکړ چې د شپږم ټولګي نه پورته جینکو د زده کړو بندیز د افغانستان د راتلونکي لپاره