برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دترافیکي څراغونو څخه ګټي اخیستنل

آریانانیوز: په غزني ښار کې د لومړي ځل لپاره ترافیکي څراغونه نصب او د والي وحیدالله«کلیمزي» لخوا د پټۍ په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل شول.


د غزني والي ښاغلي کلیمزي د ښار په څلور لارو کې له ترافیکي ګڼي ګوڼي، ښاري بي نظمیو او د ترافیکي پیښو په مخنیوي کې د ترافیکي څراغونو شتون مؤثر وباله او هیله یې څرګنده کړه چې چلوونکي او عام خلک به د ترافیکي قوانینو تطبیق ته ژمن واوسي.
د هغه په وینا ټاکل شوي چې د ښار په ۶ نورو دري لارو او څلور لارو کې ترافیکي څراغونه نصب او فعال شي.
د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله«کامراني»، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال رمضانعلي«محسني، د ترافیکو مدیر منیر احمد«بختیار» او ښاروال انجنیر مختار احمد«ملکیار» هم له چلوونکو او ولسونو څخه د ښار د ښه نظم او له ترافیکي پیښو څخه د مخنیوي لپاره له ولسونو وغوښتل څو ترافیکي قوانینو ته ژمن واوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي