برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داچی د افغانستان جګړه پوځي حل نه لری د پوځيانو د ډېرېدو ژمنه دناتوله لوری په څه معناده ؟

په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري؛ خو بیا هم د پوځيانو د ډېرېدو ژمنه تازه کوي.


ینس سټولنټبرګ په دې غونډه کې چې د افغانستان استازی پکې ګډون نه لري، وویل؛ دوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو زمینه برابره کړي.
هغه د محمد اشرف غني له لوري د کابل پروسې ناستې ته په اشارې وویل چې د سولې په برخه کې د هغه د وړاندیزونو هرکلی کوو.
سټولنټبرګ سره له دې چې د سولې یادونه وکړه، یاده يې کړه چې له افغانستان سره يې د جګړې په برخه کې د پوځيانو او مالي ملاتړ ژمنه نوې کړې ده.
د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د جګړې او سولې څرګندونې یو ځای کوي، چې د ملي شورا غړو هم له دوی د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز غوښتی دی.
د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي بهرنیان دې د پوځیانو له رالېږلو ډډه وکړي او د دې پر ځای دې پر سوله تمرکز وکړي.
الکوزی وايي جګړه د حل لاره نه ده؛ بهرنیان دې دلته پوځيان نه رالېږي او په وينا يې که له افغانانو سره د همکارۍ نیت لري، نو پر سوله دې ټینګار وکړي.
د بلجیم په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دې ناستې ته د افغانستان استازی نه دی تللی، خو چارواکي وايي دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
سره له دې چې د افغانستان جګړه تونده شوې ده، خو په دې غوڼده کې تر پیل وړاندې افغانستان په اجنډا کې نه و نیول شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي