برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامریکا دپوځیانو لپاره ستر ګواښ

آریانانیوز: دامریکا دفاع وزارت پینټاګان ( Pentagon,)وویل په پاکستان کښې دیره لشکر طیبه ترهګره ډله په افغانسان کښې د واشنګټن د عسکرو لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .



ملګروملتونو او امریکا لشکر طیبه ډله د ترهګرو ډلو په تور فهرست کښې شامله کړی ده .
د هندوستان حکومت هم لشکر طیبه په ۲۰۰۸ میلادی کال کښې په ممبۍ(Mumbai (formerly called Bombay)) ښار کښې په ځینو مرکزونو د حملو اصلی مسوله ګڼی چې له کبله یې څه دپاسه یوسل شپیته (۱۶۰) کسان وژل شوی وو .
له لشکر طیبه ډلې سره د چلند او د دغه ډلې دمشر او دغړیو د نیولو دضرورت موضوع د هند د پاکستان او د امریکا دحکومتونو ترمینځ د شخړې وړ په مسائیلو کښې راځی .
د امریکا ددفاع وزارت پینټاګان نوی راپور چې وایی لشکر طیبه ډله په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو لپاره یو(۱) ترټولو ستر ګواښ دی د پاکستان پرضد د روانی او دسیاسی دباونو د ساتلو او د دوام په هکله دسپینې ماڼۍ د سیاست ښودنه کوی .
امریکا وایی چې پاکستان له ترهګرۍ سره دوه ګوڼه چلند لری .
په تیره بیا دا چې دامریکا حکومت دافغانستان په جنګ کښې د ناکامۍ له چیلنج سره مخامخیدا او په دغه هیواد کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ماتی له سرزورۍ سره په مقابلې کښې د پاکستان غیر شفافو سیاستونو ته متوجه ګڼی او په همدې دلیل یې په تیرو کلونو کښې د اسلام اباد پرضد یوشمیر تنبیهی تدبیرونه اعمال کړی دی .
له پاکستان سره د مالی او دپوځی مرستو غوڅول د اسلام اباد پرضد د امریکا په تنبیهی اوزارونو کښې راځی او له هندوستان سره د ستراتیژیو اړیکو پراختیا ته ترجیح ورکول هم په اسلام اباد د سیاسی دباو بل مکانیزم ګڼل کیږی .
دامریکا حکومت په تیرو کلونو کښې دپاکستان پرضد د سیاسی دباو او دنورو تنبیهی تدبیرونو له اعمالولو سره سره هماغه راز د اسلام اباد سیاست دافغانستان دجنګ په شمول د واشنګټن د سیمه ییزو پروګرامونو پرخلاف ګڼی .
دسیاسی مسائیلو کارپیژاند شاشانک جوشی وایی پاکستان په خپلې ستراتیژۍ کښې له بدلون راوستلو پرته او د کوچنی امتیاز په ورکولو سره دامریکا په غلی کولو کښې ښه تجربه لری .
په تیره بیا دا چې په تیرو څو میاشتو کښې دغه راپورونه خپاره شوی دی لشکر طیبه ډله افغانستان ته د خپل فعالیت په پراخولو او هلته د ترهګرې د روزنې د ځینو مرکزونو په جوړولو سره د جدی اندیښنو د رامینځته کولو سبب شوی ده .
البته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت کښې دواشنګټن دباونه له بیلابیلو اړخونو زیات شوی دی چې دغه مسله په ولسی جرګې کانګرس کښې له متفاوتو دریځونو سره مخ شوی ده .
دامریکا د ولسی جرګې کانګرس ګڼ شمیر استازی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړچار په چوکاټ کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د پاکستان په سیاست کښې د بدلون درامینځته کولو لپاره په اسلام اباد د دباونو دزیاتولو غوښتونکی دی خو په مقابل کښې د کانګرس یوشمیر غړی په پاکستان د دباو دوام د سپینې ماڼۍ د سیالانو په توګه له روسیې او چین سره د اړیکو پراخولو ته دپاکستان د کاږلو سبب ګڼی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي