برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دامریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د ځواکونو د ژر ایستلو پلان لری

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی نیویارک ټایمز د مې پر ۲۶ لیکي جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر په امریکا کي د نومبر تر انتخاباتو مخکي راوباسي. د امریکا د دفاع وازرت د عسکرو د ژر راایستلو د پلان په جوړولو لګیا دی.
د امریکا د دفاع وزارت وايي همدا د ټرمپ مطالبه ده. خو امریکايي نظامیان به د عسکرو د سوکه راایستلو تجویز ورته وکړي.
د امریکا نظامیان وايي له افغانستانه چټک راوتل به د طالبانو سره د سولي معامله ړنګه کړي. د امریکا د دفاع وزارت به راتلونکو څو ورځو کي د ټرمپ سره ملاقات وکړي، او هغه ته به څو آپشنه وړاندي کړي.
یو آپشن به دا وي چي د نومبر تر انتخاباتو مخکي ګرده امریکايي عسکر راوایستل سي. خو بل آپشن به د قطر د موافقې سره سم په څلور میاشتو کي د امریکايي عسکرو راایستل وي.
امریکايي نظامیان به سپیني ماڼۍ ته ووايي چي دوی دا نه سي تضمینولای چي بیا به افغانستان د تروریزم په ځالي نه بدلېږي.
نیویارک ټایمز لیکي د امریکايي عسکرو د ژر راایستلو لپاره د ټرمپ بل دلیل په افغانستان کي د کورونا د وایرس خورېدل دي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي په اغلب ګومان لږ تر لږ پنځوس فیصده افغان امینتي ځواکونه په کورونا اخته سوي دي، لهذا امریکايي نظامي مربیانو د افغان عسکرو تمرین او روزنه ځنډولې ده.
اخبار لیکي همدااوس متحده ایالات په افغانستان کي د قطر د موافقې سره سم څو نظامي اډې تخلیه کوي.‌
د سي ای ې پخوانۍ جاسوسه، اغلې لیسا مډډاس، وايي که څه هم له افغانستانه څو میاشتي مخکي راوتل به مهم نه ښکاري، خو د افغانستان حالات نازک او لړزانه دي.
هغه زیاتوي«زموږ دا کار زموږ افغان ملګرو ته دا پیغام ورکوي چي موږ فرار کوو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي