برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان په ۵۸۴ سیمو کې ناقانونه توګه کانونو پراستخراج باندی بندیز

آریانانیوز: د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دغو وزارت، د کانونو د خوندیتوب او څارکمیټې په ۵۸۴ سیمو کې په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج مخه نیولې ده.


د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی رسنیو ته ویلي چې د دې وزارت په کانونو د څار او خوندیتوب کمیټې له لوري هغه سیمې چې کانونه یې په ناقانونه توګه ایستل کیږي پیژندل شوې او په دغو سیمو کې د کانونو په خپلسري او ناقانونه ډول استخراج یې بندیز لګولی دی.
د کانونو د څار او خوندیتوب کمیټه د کانونو او پټرولیم وزارت او د ملي امنیت شورا د اقتصادي چارو ریاست په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملي امنیت ریاست او ملي امنیت شورا له دایمي او نا دایمي غړو څخه جوړه شوې ده.
مطفی زیاته کړې ده هغه کانونه چې په غیر قانوني توګه استخراج کیږي، ساختماني مواد، صنعتي منرالونه، نیمه قیمتي ډبرې او تزئیناتي ډبرې په ځان کې رانغاړي چې په ټولیزه توګه یې استخراج ډېر اسانه دی.
نوموړي زیاته کړې ده، دغه کانونه په هغو برخو کې استخراج کیدل چې ډېرې اسانتیاوې په‌ کې وې، خو دوی یې اوس مخنیوي کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاتوي، دا کمیټه توانیدلې ۳۱۲ هغه کسان چي په غیر قانوني ډول یی کانونه استخراجول، دې ته اړ کړي ترڅو په رسمي او قانوني توګه د کانونو استخراج ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي