برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دافغانستان دجنګ په اړه یوه لایحه وړاندې شوه

آریانانیوز: د افغانستان دجنګ د ختمیدا لپاره چې له کابو تیرو شلو(۲۰) کلونو راهسې دوام لری دامریکا مشرانو جرګې سینا (Senate) ته یوه (bill) لایحه وړاندې کړې شوی ده .


دامریکا مشرانو جرګې سینا ته په دغه وړاندې شوی لایحې کښې ویل شوی دی چې له افغانستان څخه د واشنګټن دعسکرو د بیرته ستنولو کار په پینځه څلویښت(۴۵) ورځو کښې ترسره شی او په یوه(۱) کال کښې عسکر بیرته وروبلل شی .
د امریکا مشرانو جرګې ته دغه لایحه د ریپبلیکن ګوند سناتور رینډ پال(Rand Paul) او د ډیموکراټ ګوند سناتور ټام او ډال(Tom Udall) وړاندی کړی دی چې نوم یې افغان ایکټ ۲۰۱۹(AFGHAN Act) دی .
د افغان ایکټ ۲۰۱۹ لایحې پراساس امریکا به په افغانستان کښې د خپل بریالیتوب اعلان وکړی .
په دغه لایحې کښې ویل شوی دی چې په پینځه څلویښت (۴۵)ورځو کښې د پلان په جوړولو سره له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د ویستلو چاره ترسره شی .
دغه لایحه زیاتوی چې امریکا باید له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان وباسی او افغانستان د سیاسی پخلاینې لپاره چوکاټ باید له خپل اساسی قانون سره سم اجرا کړی .
د ویلوده چې دغه لایحه په داسې حال کښې مشرانو جرګې سینا ته وړاندې شوی ده چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د جنګ دختمولو لپاره له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی .

شریک یي کړئ!