برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ډله یوه فتنه ده

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د شیخ عبدالعزیز نورستاني په مشرۍ ګڼ شمېر سلفي علماوو، مخورو او جهادي قوماندانانو له طالبانو سره بیعت کړی او ټینګار یې کړی، چې داعش ډله یوه فتنه ده او د سلفي مسلک استازیتوب نشي کولای
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د بیعت په غونډه کې دطالبانو د رهبري شورا، نظامي کمېسیون، استخباراتو ادارې، فرهنګي کمېسیون او ګڼو نورو ادارو مشرانو او غړو شتون درلود، دوی د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، اسلامی امارت یې د ټولو مسلمانانو مشترک کور وباله او ټينګار یې وکړ، چې د لته د بېلابېلو قومونو تر څنګ د بېلابېلو مسلکونو خاوندانو ته هم په احترام کتل کېږي
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، چې د سلفي علماوو مشر له امارت په همېشني ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه « دا چې په دې وروستيو کې د اشغالګرو په لاس د دولت اسلامي (داعش) په نوم یو فتنه ګره ډله را وټوکېده او دغې فتنه ګرې ډلې ځانونه په سلفي مسلک پورې تړل نو په همدې سبب د دې ضرورت پیدا شو چې یو وار بیا له اسلامي امارت سره د بیعت لارې خپل ملاتړ څرګند کړو او دا روښانه کړو چې مونږ د داعشیانو د اعمالو او افکارو غندنه کوو او له دې خلکو خپل برات اعلانوو ، او دا خلک د سلفي مسلک نمایندګي نه شي کولای
د خبرپاڼې په بنسټ، ټولو راغلو علماوو د بیعت تر څنګ له اسلامي امارت سره د کلکې مرستې ژمنې وکړې
د چارو شنونکي د سلفي علماوو بیعت د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او په خبره یې، دا کار ښيي، چې اسلامي امارت د ټولې افغانې ټولنې د په څنګ کې ځایولو ظرفیت لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي