برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داعش نابودې، د ایران له سیاستونو څخه ده

د ایران دفاع وزیر؛ تورن جنرال«امیر حاتمی»، په تهران کی د افغانستان د دفاع وزیر ستر جنرال« طارق شاه بهرامی » په کتنه کی، په سیمه کی له ټروریزم سره په مقابلې په ټینګار سره وویل: «د داعش نابودې، د ایران له سیاستونو څخه ده، او تهران پدې زمینه کی همکارۍ ته چمتو دئ».



داعش تکفیری ترهه گره ډله؛ وروسته له هغه چی په سیمه، په تیره بیا په عراق او سوریه کی خپل تر ولکی لاندی سیمی او جغرافیا له لاسه ورکړه، اوس په افغانستان کی د نفوذ موندلو په لټه کی ده؛ ترڅو په سیمه کی خپلو ګواښونو ته دوام ورکړی؛ هغه ګواښونه چی په سیمه کی د امریکی له مداخلو څخه سرچینه اخلی.
امریکی؛ د آسیا د لویدیځ د نا امنه کولو په منظور، د القاعدی او
داعش په شمول له ترهه ګرو ډلو څخه، چی پخپله یی رامنځته کړی دی، ملاتړ کړئ او د عربستان او د اسرائیلو د جنایت کار رژیم په مرستې سره یی، په سیمه کی ټروریزم او افراط پالنې ته پراختیا ورکړه، ترڅو وکولای شی خپلو هدفونو ته ورسیږی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، څه موده وړاندی د خارج فقه د درس په سر کی، د افغانستان په ترهه ګرو پیښو کی د بی ګناهو خلګو له وژل کیدو څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: افغانستان ته د داعش ترهه ګرو له منتقلولو څخه د امریکی هدف، په سیمه کی د خپل شتون توجیه کول، او د صهیونیسټی رژیم لپاره د امنیت رامنځته کول دی.
امریکی؛ له ټروریزم او افراط پالنې سره د مقابلې، او د ترهه ګرو د عاید د سرچینی په توګه؛ د مخدره موادو د تولید د ریښی د کښلو په ادعا سره، افغانستان تر خپلې ولکې لاندی راؤست، او نظامی تړون یی لاسلیک کړ. خو نن سبا؛ دا پوښتنه مطرح ده، چی ولی د امریکی په مشرۍ د ناټو د ۱۵۰ زرو پوځیانو په شتون، په افغانستان کی امنیت ټینګ نه شو، او له ۱۷ ؤ کلونو وروسته، پدی هیواد کی ټروریزم؛ او د مخدره توکو تولید او قاچاق زیاتوالئ موندلئ
دئ.
د افغانستان د سیاسی چارو شناندئ«وحید مژده» وایی:« د افغانستان د پارلمان زیاتره غړی، او خلګ وایی: چی داعش ترهه ګر د نا پیژاندو چورلکو په وسیله دغه هیواد ته منتقلیږی، او پدې باره کی ډیر مدارک او اسناد هم شته دی.
په حقیقت کی، د نا امنۍ له رامنځته کولو څخه د امریکی هدف، په سیمه کی د پوځی شتون د ادامې لپاره، د یوې پلمی لرل دی.
د آسیا او د هند د نیمه لویی وچې څیړاندئ« نوذر شفیعی » باوری دئ:« داعش؛ له سوریی او عراق وروسته، هم د افغانستان په داخل کی، او هم د یاد هیواد د پولو په بهر کی یو ماموریت لری.
له داعش ډلې څخه ملاتړ کول، او د افغانستان یو شمیر سیمو ته د داعشیانو منتقلول هم باید، له همدی اړخ څخه وڅیړو. څرګنده ده؛ چی د امنیت پوره کول، د سیمی هیوادونو په تیره بیا د هغو هیوادونو ترمنځ؛ چی داعش د هغو لپاره خطر او ګواښ دئ؛ یوی پیاوړې ډیپلماسۍ ته اړتیا لری. په همدی لړ کی د افغانستان دفاع وزیر، په تهران کی د ایران له دفاع وزیر سره پخپلو مذاکرو کی، له ترهه ګرو ډلو، په تیره بیا له داعش سره په مبارزه کی، په همکارۍ باندی په ټینګار سره، هیله څرګنده کړه چی د دفاعی او پوځی همکارۍ د سند په لاسلیکولو، او د ایران او افغانستان ترمنځ
د لمړنی ګډ کمیسیون په جوړیدو سره، پدې زمینه کی اغیزمن ګامونه اوچت کړای شی.

شریک یي کړئ!