برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

متقي: د ایران اسلامي جمهوریت سره زموږ اړیکې په خورا ښه حالت کې دي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تهران کښې د افغانستان د سفارت له کارکوونکو سره په کتنه کښې وویل، د ایران اسلامی جمهوریت سره د دغې ډلې اړیکې په ډېر ښه حالت کښې دی. امیرخان متقی زیاته کړه: تهران ته د طالبانو د لومړی وزیر د مرستیال عبدالغنی برادر په وروستی سفر کښې ډیرې موافقې وشوې.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دغو توافقاتو د جزئیاتو له ورکولو پرته هیله څرګنده کړه چې ټول به عملي شي.

امیرخان متقی د ایران د اسلامی جمهوریت سره د طالبانو د اړیکو په هکله په وضاحت کښې وویل: په کابل او د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د ایران سفارت او قونسلګرۍ فعالې دی او په تهران کښې د افغانستان سفارت او د مشهد او زاهدان قونسلګرۍ فعالې دی. هغه له تهران سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو اعلان هم وکړ.

ښاغلی متقي چې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان او د ایران د ولسمشر له استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل.

تر هغه وړاندې ملا عبدالغني برادر د روان کال د لړم په ۱۳مه د یوه ۳۰ کسیز پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه تهران ته تللی و. د دې سفر موخه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د کچې لوړول او د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، پانګونې او ګمرکي همکاریو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا وه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي