برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو د ایران په کرمان ولایت کې تروریستي پېښه غندلې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې د ایران په کرمان ولایت کې ترهګریز برید غندلی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایران په کرمان ولایت کښې د ترهګرې حملې په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې وویل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت په کرمان ولایت کښې د دوو چاودنو غندنه کوي چې په نتیجه کښې د دغه هېواد يو شمېر وګړي شهیدان او ژوبل شول.

بلخي د بیان په دوام کې زیاته کړه: طالبان د ایران له حکومت او خلکو په ځانګړې توګه د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي.

تر اوسه د عبدالله عبدالله، حامد کرزي او احمد مسعود په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو د دغه ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي