برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعشیانو ځپول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی له څه مودې راهیسې طالبانو د کونړ ولایت په هغو سیمو کې چې داعش تر کنټرول لاندي دي، پراخ عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې یې د ځايي اوسیدونکو په وینا اوس په دغه ولایت کې د داعش قوت ورځ په ورځ کمیږي



د کونړ څخه د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې نن ورځ هم په دغه ولایت کې پراخ عملیات تر سره شول چې په ترڅ کې د نورګل ولسوالۍ اړوند سهیل تنګی، میجګل او کلينګل تنګی طالبانو نیولی
د طالبانو سرچینې وايي چې په دغه جګړه کې ۵ داعشیان وژل شوي، ۳ ټپيان او لس کسان یې تسلیم شوي دي
د ځینو نیول شویو داعشیانو نومونه په لاندي ډول دي
د ملا سرحد وروڼه: جمل الرحمن او عبدالرحمن. يارجان، حکيم الله، حبيب الرحمن، حاجى عبدالمالک او شيرګل
سرچینې ویلي چې دوه نور داعش مشران هم د تسلیمۍ لپاره اماده دي او ژر به تسلیم شي
تر اوسه طالبانو د یاد پرمختګ خبر رسما نه دی ورکړی خو د سیمې څخه د داعش پر خلاف په جګړه بوخت یوه طالب وویل چې دوی د تیرې ورځې په جګړه کې څلور ډاټسن موټر، څلور موټرسایکل او وسلې نیولي دي
د یادونې وړ ده چې ددې تر مخه طالبانو په سرپل او زابل ولایت کې د داعش پر خلاف لوی عملیات کړي وه چې په ترڅ کې دغه ولایتونه له داعشي جنګیالیو پاک شول خو په ننګرهار او کونړ ولایت کې یې اوس هم پر ضد د طالبانو پراخ عملیات روان دي

شریک یي کړئ!