برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

خلیلزاد: غني فکر کاوه چې امریکا به هېڅکله له افغانستانه ونه وځي

آریانانیوز: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي ویلي، اشرف غني فکر کاوه چې امریکا به هېڅکله له افغانستانه ونه وځي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سی ان ان شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې نتیجې ته رسېدلی وو چې موږ د افغانستان جګړه نه شو ګټلی.

خلیلزاد ویلي، د امریکا د دریو وروستیو ولسمشرانو په نظر د افغانستان جګړه د هغه هېواد لپاره ښه جګړه نه و.

هغه وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره اساسي ستونزه د حکومت او طالبانو تر منځ اوږد واټن و. که څه هم وروسته افغان حکومت د سولې په خبرو کې ګډون وکړ، خو افغان ولسمشر فکر کاوه چې امریکا به هېڅکله له افغانستانه ونه وځي.

د خلیلزاد په وینا، اشرف غني د افغان ځواکونو د ځواکمنتیا په اړه ناسمه محاسبه کړی و او تر پایه یې ټینګار کړی چې په واک کې پاتې شي.

خلیلزاد د مرکې په یوه بله برخه کې ویلي، چې ښايي غني د کابل د سقوط پر مهال له طالبانو وېرېدلی وي، خو په هر دلیل یې خلک یوازې پرېښودل.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي