برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

حکومت یی د سولې په وړاندې د خنډ په رامنځته کولو تورنول

آریانانیوز: طالبان حکومت د سولې بهیر په وړاندې په د خنډ جوړولو او امریکا او ناټو د هوکړه لیک په پلي کولو کې په بې مسوولیتۍ تورن وي
طالبان په یوې اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند د رامنځته کېدو لپاره د بهرنیو او کورنیو غوښتنو په غبرګون کې وايي؛ په داسې حال کې چې نور لوري خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي، د طالبانو له لوري د اوربند او یا هم د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه، غیر منطقي او فرصت غوښتنه ده
په دغه اعلامیه کې راغلي دي:«د کابل ادارې ګټه د جګړې په دوام کې ده، له همغې لومړۍ ورځ د سولې هوکړه لیک د عملي کېدو مخنیوی یې پیل کړ. د بندیانو ازادول یې په بېلابېلو پلمو سره تر نننه وځنډوه، جامع مرکچي پلاوی یې معرفي نه کړ او خپل منځي اختلافونه یې حل نه شوای کړل. همدارنګه ناټو، امریکا او نورو ملاتړو یې هم د هوکړه لیک د توکو په د عملي کولو په برخه کې خپل مسوولیت ادا نه کړ
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د طالبانو د غې اعلامیې په غبرګون کې داسې وايي:«طالبانو خپلې جګړې ته زور ورکړی، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د فعالې دفاع په چوکاټ کې خپل عملیات ترسره کوي او طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې پرخلاف چې په هغې کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه هوکړه شوې د حکومت د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له امله جګړه روانه ده
لوګر له هغو ولایتونو څخه دی چې پر برکي ولسوالۍ د طالبانو د برید په پایله کې ځينې دولتي پوځیان وژل شوي او څلور نور پوځیان هم طالبانو ورسره بیولي دي
د لوګر قومي مشر سید فرهاد اکبري په دې اړه وايي:«له بده مرغه د مرمر پوسته یې سقوط کړې، چې زموږ اوه تنه زړور ځواکونه شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي
د لوګر د ولایتي شورا غړی قریب الله سادات هم په دې اړه څرګندوي:«په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله له څرخ ولسوالۍ پيل شوي او تر مس عینک دوام لرلی دی او تېره شپه هم په برکي برک زموږ ځواکونو مرګ ژوبله لرلې او حکومت باید د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یوه لاره وپلټي
له بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر پر پاڼه له طالبانو غوښتي د روژې په میاشت کې بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي او همداراز د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده
حکومت وايي طالبان اوس پر ښارونو نه بلکې په کلیو او ولسوالیو کې خپل بریدونو څو برابره زیات کړي دي
د هېواد د هوایي ځواک پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ وویل:«طالبان ډېر ماهرانه غواړي چې هم له امریکا سره هوکړې ته زیان ورسوي او هم خپله موخه ترلاسه کړي، هغوی پر کلیو او ولسوالیو بریدونه کوي او وغواړي چې ځانونه د ښار تر دروازو ورسوي
له دې مخکې د ملي امنیت شورا دفتر رپوټ ورکړی چې طالبانو له امریکا سره له هوکړې وروسته کابو درې زره بریدونه کړي چې له امله یې کابو ۸۰۰ ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!