برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت مو شنه باغونه او کورونه له خاورو سره برابر کړل

آریانانیوز: غزني ښارته څېرمه د «ده خدایداد» په نوم د کلي اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون کړی او د حق غوښتنې شعارونه ورکوي.


د دې کلي قومي مخور وايي، پولیسو يې د عملیاتو په پلمه باغونه او کورونه نړولي دروند مالي زیان يې ور اړولی دی.
ازادي راډيو د محمد صدیق په نوم د یوتن قومي مخور له خولې وايي، چې سلګونه متره شنه ځمکه يې ور خرابه کړې.
هغه وايي د باغو دېوالونه، د اوبو لښتې او پولې پټې يې ور ړنګ کړي، چې بیا جوړول به يې میاشتې میاشتې وخت ونیسي.
دوی وايي حکومت ورته ویلي، چې له دې سیمو د غزني د جګړې پر وخت پر دوی ډزې شوي، خو دوی وايي چې د ښار په منځ کې هم طالب سرتېرو له دولتي ودانیو پر دولتي ودانیو ډزې کولې بیا دې هغه هم ونړوي.
سرچینه د یو بل قومي مشر محمد یاسین له خولې وايي، چې حکومت يې باید د نړیدلو کورونو او باغونو تاوان ورکړي، کنه دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د غزني ځايي چارواکي هم مني، چې د عامو وګړو باغونه يې نړولي دي، د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې له دې ځایه پر عسکرو ډزې کېدلې، ځکه يې نړولي دي.
په غزني کې د طالبانو له توندې جګړې وروسته پرلپسې د ښار د څنډو اوسېدونکي د عسکرو له چلنده، چاپو او ان جنسي تېريو شکایتونه کوي.
دوی دعوه کوي چې د امنیه قومندان خاص ساتونکي چې غزني کې پر «کندهاري عسکرو» مشهور دي، په «پیر قرضداران» او کندهار زړه اډه کې پر څو تنو ډله‌ییز جنسي تېري کړي دي.
څو ورځې وړاندې د غزني والي ومنله، چې پولیس يې له خلکو سره بد چلند کوي او د والي ویاند پر فیسبوک پاڼه هغه ګواښ لیک هم خپور کړ، چې والي له امنیه قومندانۍ د عسکرو د کنټرول غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي