برخه -څانګه : afghanistan, note, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت: ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه باید په خپلو پښو ودرېږي

آریانانیوز: د افغانستان حکومت د امريکايي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې وايي، چې دوى دلته ډېرى د روزنې پر کارونو بوخت وو، او د وتلو په صورت کې به پر امنيت هېڅ ناوړه اغيزه ونه کړي.


حکومت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ځينو امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله خبر ورکړى ، چې امريکا غواړي په راتلونکو څو مياشتو کې له افغانستان څخه خپل نيمايي اوه زره سرتيري اوباسي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د ليندۍ په ٣٠مه، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې په دې اړه د حکومت دريځ خپور کړى دى.
هغه وايي، کومې اندېښنې چې د افغانستان د راتلونکي وضعيت په هکله په رسنيو کې مطرح کېږي، دغه اندېښنې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د دسمبر په مياشت کې تر دې لا په زيات شدت مطرح کېدې.
د نوموړي په وينا، هغه مهال به اکثرو څېړونکو ويل، چې څه د پاسه سل زره بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او افغانستان به سقوط کوي، خو د هېواد زړورو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په خپلو قربانيو دغه څېړنې او تحليلونه غلط ثابت کړل او د افغانستان له ارضي تماميت او خلکو څخه يې په مېړانه دفاع وکړه.
چخانسوري وايي، په تېرو څلور نيمو کلونو کې د لومړۍ کرښې جګړه او د ټول هېواد عام او تام امنيت د همدغه ځواکونو له خوا ترسره شو او د تپل شوي جنګ له شدت سره سره په دغه موده کې ملي وسله وال ځمکني او هوايي ځواکونه ورځ په ورځ پياوړي شول او لا هم پياوړتیا په لور روان دي.
نوموړي زياته کړې، دا چې څو زره بهرني سرتېري چې هغه هم تر ډېره د روزنې، تخنيکي مرستو او د ملاتړ چارې پر مخ وړي، که دا وځي دا به په هېڅ توګه پر امنيتي برخې اغېز ونه لري.
حکومت وايي : (( په تېرو څلور نيمو کلونو کې امنيتي مسووليت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې و او زموږ د ټول نظام او ملت نهايي هدف همدا دی چې بالاخره به ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي او له خپلو خلکو او خاورې به مستقلانه دفاع کوي .))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي