برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت د یو ولایت قومندان هم د نېکولسن په امر مقرروي

آریانانیوز: د ملي شورا غړی عبیدالله بارکزی وايي، په افغانستان کې د امریکا موجودیت د دې سبب شوی، چې طالب روحیه واخلي او په زغرده د امریکا پر وړاندې جګړه توجیه کړي.


هغه له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل، امریکا د هېواد د وېشلو لپاره راغلې ده، دا چې له موږ سره پنځه میلیارده ډالر مرسته کوي، په مقابل کې يې یوازې له هلمند نه ۱۵۷ میلیارده ډالر له موږ وړي دي.
بارکزي د مثال په ډول وویل، چې د روزګان امنیه قومندان نېکولسن پخپله مقرر کړ، ما يې پر وړاندې په تلویزونونو کې اعلان وکړ، چې اوس جهاد فرض دی.
هغه وویل: «په پورته منزل کې لکه اوښ په مخه راغی، زه هغه ته لاس نه ورکوم، پخپله يې تر لاس ونیولم، وايي ته ولې په ماپسې خبرې کوې، ما ورته وویل چې که مې وس بر شي ولاکه دې ژوندی پرېږدم، د روزګان قومندان ته ولې نه لرې کوې، وايي هغه زموږ له مشاورینو سره ښه اړیکه لري، وايي که يې درته لرې کړم، بیا به خبرې نه کوي، ماویل نه، نېغ يې وزیر ته ور وستم، وايي دا د روزګان قومندان لرې کړه، لرې يې کړ.»
بارکزي چې د غزني د جګړې په اړه خبرې کولې وویل، طالب د جګړې لپاره دلیل لري او واضح وايي چې زه شهید او په مقابل کې مې چې څوک جګړه راسره کوي، مردار دی.
طالبانو د تېرې پنجشنبې په ماخستن پر غزني ښار ډله‌ییز برید وکړ، چې په یوه شپه کې د امنیه قومندانۍ، ملي امنیت ریاست او ولایت مقام د محاصرې په حال کې پاتې شول.
پرون، د ښار اوسېدونکي وویل چې جګړه د ښار له منځه وتلې او طالبان د ښار په څنډو کې لا هم حاکم دي.
د افغان حکومت په اړه وړاندې تر دې هم ورته اعترافونه شوي دي، چې ټولې چارې يې د امریکايي جنرالانو او په تېره بیا امریکا سفارت له لوري کنټرولېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي