برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومت د سولې پر وړاندې ريښتینی ندی

آریانانیوز: ښاغلي کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې له آزادۍ راډیو سره ویلي چې افغان حکومت د سولې برخه کې هڅې ندي ترسره کړي، نوموړی وايي، چې په تېرکال کې د افغان حکومت لخوا څو طرحې وړاندې شوې چې دا په خپله د سولې مخنیو دی



ښاغلی کرزي پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د سولې په برخه کې د سولې عالی شورا څخه ګټه نه اخیستل کیږي، هغه وویل د سولې عالي شورا د سولې د مذاکراتو لپاره یوه ښه جوړښت دی چې د لویې جرګې لخوا جوړ شوی دی او افغان حکومت تر ګټه نده پورته کړې. کرزي په خپلو خبرو کې وويل چې د سولې عالي شورا د لويې جرګې او خلکو ټاکنه ده او باید ترې ګټه واخیستل شي، نوموړي وویل چې د سولې چارو کې د دولت وزارت یوه حکومتي ټاکنه ده او د سولې عالي شورا د ټولو افغانانو ټاکنه ده. ښاغلي کرزي د بیجنګ ناستې په هکله وویل، چې دغه ناسته کې ګډون نکوي، هغه وویل ولسمشر غني راته وویل چې دغه ناستې ته مه ځه او زما له تګ سره یې مخالفت وښود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي