برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

حکومت د سولی بهیرڅخه مخنیوی کوي

آریانانیوز: حنیف اتمر چې د ۱۳۹۸لمریز لیږدیز کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی وايي؛ مونږ د سولې او ټاکنو لپاره رښتینی کار کوونکی حکومت غواړو؛ نه، چې خپله پرمخنیوونکي واوړي. د اساسي قانون د احکامو له مخې به سرپرست یا لنډمهاله حکومت زمونږ لومړیتوب وي او خلک دې ډاډه وي، چې سوله او ټاکنې شونې دي.
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور یو ځل بیا له حکومت سره د مخالفت غږ پورته کړ او وایي: هغه هوکړه، چې د ولسمشر په خوښه د راغلیو دوه درنو او ملګرو شخصیتونو اسدالله خالد او مسعود اندرابي په منځګړیتوب وشوه او دوی هم هوکړې ته ورسیدل؛ مونږ یې د پلي کیدو په تمه یو. پرته لدې بل هر غوراوی زمونږ خپل کار دی.
دغه راز د جمعیت ګوند اجرائیه رییس ولسمشر غني وګواښه، چې د واک له پای ته رسیدو سره سم به یې د کار غزولو مخه ونیسي.
همدارنګه د سولی او اعتدال ډلې لومړي مرستیال محمد یونس قانوني عطامحمد نورته په نغوته کې ويلي؛ مونږ هغه لاسونه ښه پېژنو، چې غواړي پټ او ښکاره پر تاسو د شا لخوا برید وکړي او دوی له ښاغلي نور ملاتړکوي.
په دی مراسمو کي د سولې او اعتدال ډلې غړیو د بلخ د نوي امنیه قومندان د پېژندنې پرسر د ارګ او بلخ ترمنځ شخړه یو ناوړه عمل او د خلکو په وړاندې د لښکر درولو معنا لري؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دغه غبرګون ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې دوی ۶ میاشتي مخکې په مزار شریف ښارکې د ټاکنو کمپاین پیل کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي