برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومتی عسکرودد دشت ارچی ۳۶ ښاریز ووژل

د ملګروملتونو یو راپور زیاتوی چې دافغانستان دحکومت یوه هیلی کوپټر تیره میاشت په شمال کښې په قندوز ښار کښې په یو لړ مذهبی مراسمو کښې په ګډون کونکو کسانو په راکټونو او درنو ډزو سره کابو یوسل اوه (۱۰۷)کسان مړه او ژوبل کړی و.


د افغانستان په شمال کښې د قندوز ولایت ددشت ارچی (Dasht-e Archi district of Kunduz province)ولسوالۍ وسیدونکو ویلی دی چې د ډیرو ماشومانو په شمول په لسګونو کسان د اپریل دمیاشتې ددوهمې(۲) نیټې په هوایی برید کښې وژل شوی وو .
ملګروملتونو هم دافغانستان دقندوز د دشت ارچی دپیښې په اړه پلټنه کړی ده او پرون یې په یوه راپور کښې ویلی دی چې د دغه هیواد د هوایی ځواک قدرت پیاوړی شوی او داسې هیلی کوپټرونه لری چې په راکټونو سمبال دی .
ملګروملتونو په دغه راپور کښې زیاته کړی ده چې دافغانستان حکومتی عسکرو د قندوز ولایت په دشت ارچی (Dasht-e Archi district of Kunduz province)ولسوالۍ کښې په مذهبی دستورو د راکټونو او درنو وسلو حمله کړی وه چې له کبله یې ګڼ شمیر ماشومان وژل شوی وو .
په افغانستان کښې دملګروملتونو دفتر یوناما وویل ددغه موسسې دراپور پراساس د قندوز په دشت ارچی(Dasht-e Archi district of Kunduz province) سیمه کښې د حکومتی عسکرو په هیلی کوپټر حملې کښې د دیرشو(۳۰) ماشومانو په شمول شپږدیرش(۳۶) کسان وژل شوی او یو اویا (۷۱)نور ژوبل شوی هم وو .
دافغانستان حکومت هم اعتراف کړی چې په دشت ارچی حملې کښې ملکیان وژل شوی او ولسمشر اشرف غنی ددغه پیښې په اړه دتحقیق د ترسره کولو حکم ورکړی خو تراوسه یې نتیجه نه ده اعلان شوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي