برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حکمتیار د ټول شموله حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ

آریانانیوز: د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ.


د افغانستان د حزب اسلامي مشر حکمتيار اعلان وکړ، چې ټول شموله حکومت هغه حکومت ته ورته دی چې مخکې په افغانستان کې د اشغال پر مهال موجود وو.

حکمتیار زیاته کړه: د افغانستان د ستونزې اساسي حل د افغانانو ترمنځ مذاکرات او خبرې اترې دي، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره تر اوسه کومې خبرې اترې ترسره شوي، ټولې له بهرنیو اړخونو سره شوي، نو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت له جوړېدو سره د دې افغان سیاسي څېرې مخالفت په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو تر ټولو مهم شرط د داسې حکومت جوړول دي چې د افغانستان ټولې طبقې او قومونه پکې ونډه ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي