برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حکمتیار: افغانستان کې د وروستیو چاودنو مسوول یو تاجک دی

آریانانیوز: د افغانستان د حزب اسلامي مشر وايي، د ځانمرګو بریدونو رهبري له کابل څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوې ده.


د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي د حزب اسلامي پر جومات، د پاکستان پر سفارت او په کابل کې د چینایانو پر استوګنځي بریدونه د یوې تاجک په مشرۍ د یوې ډلې له خوا ترسره شوي دي.

حکمتیار د حزب اسلامي پر جومات د وسله والو بریدګرو له برید وروسته ویلي وو: د برید کوونکو نه ترلاسه شوي شواهد دا دي چې د برید کوونکو په ځانمرګو واسکټونو کې د داعش بیرغ ځوړند وو او دوی د تاجکستان اتباع وو. د حزب اسلامي مشر د برید پر مهال په جومات کې حاضر و.

تر اوسه کومې ډلې پر ګلبدین حکمتیار د برید مسوولیت نه دی منلی. تاجکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي