برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حزب اسلامي د داعش په نوم ځانګړې ډلګۍ لري

آریانانیوز: د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله، د هېواد په ختیځ کې داعشي وسله‌وال روزي.


نن ټکی اسیا ته کره سرچینې وویل، کونړ کې د حزب اسلامي وسله‌وال قومندان امان الله خان د داعشیانو د روزنې پر سر ناندرۍ هم کړې دي.
د سرچینې په وینا نوموړی قومندان څو ورځې وړاندې کابل کې له انجینر ګلبدین حکمتیار سره ولیدل، چې د بېرته تګ پر وخت هغه ورته امر وکړ، چې شېګل کې يې وسله‌واله ډلګۍ تیاره کړې او باید روزنه او تمویل کې يې ناغېړي ونه کړي.
امان الله خان واضح ورته ویلي، چې هغه داعشیان دي او دی يې د روزنې مسؤلیت په غاړه نه شي اخیستلی.
حکمتیار، ټينګار پرې کړی، چې باید د دې ډلې په نوم پسې ونه ګرځي، خو کونړ کې د وسله‌والې مبارزې لپاره يې باید مرسته ورسره وکړي.
ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې هم په خبري کنفرانس کې ایران د داعش په ملاتړ تورن کړ.
داعش چې په سیمه کې د امریکا په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ګډه پروژه بلل کېږي، د فعالیت په لومړیو کې يې هم حزب اسلامي د رسمي اعلاميې له مخې ملاتړ وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي