برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

حزب اسلامي: ارغنديوال، محمد خان او ډاکټر انور نور زموږ غړي نه دي

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې عبدالهادي ارغنديوال، د اجرائيه ریاست لومړی مرستيال انجينر محمد خان او د عدليې وزير ډاکټر انور د يو شمېر سرغړونو په تور له خپلې ډلې ويستلي دي.
د حزب اسلامي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يو شمېر معلوماتو او پلټنو وروسته د دې ډلې مشر حکمتيار پرېکړه کړې، چې یاد کسان به نور د حزب په اجرائیه شورا کې نه وي او نه به هم د دې ډلې غړيتوب ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان له داسې ډلو او افرادو سره اړيکه لري، چې د حزب دښمنان دي او دوی د هغوی د ګټو لپاره کار کوي.
په خبرپاڼه کې له ارغنديوال او د هغه له يادو ملګرو غوښتنه شوې، که غواړي چې ځانګړی ګوند ولري په بل نوم او نښان دې جوړ کړي او نور دې د حزب نوم او نښان نه کاروي.
خبرپاڼه کې له حکومت، ولس، سياسي ګونو او نورو ټولنو غوښتل شوي، چې ياد کسان نور د حزب غړي نه دي او نشي کولی، چې د حزب په نوم څه امتياز، ګټې او څه حقونه تر لاسه کړي او نور نشي کولی، چې د حزب نوم او نښان وکاروي.
خو د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي بيا وايي، چې په عدليې وزارت کې د دوی حزب اسلامي ثبت دی او په وينا يې حکمتيار په هېواد کې د حزب په نوم د سياسي فعاليت اجازه نه لري.
ارغنديوال او د عدليې وزير ډاکټر انور څه موده وړاندې رسنيو ته ويلي و، که حکمتيار غواړي په هېواد کې رسمي سياسي فعاليت وکړي، نو بايد خپل ګوند په بل نوم او نښان رسمي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي