برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حامد کرزی د مسکو ناستې پایلو ته هیله‌من دی

آریانانیوز: مسکوغونډه د روانې میاشتې په اتلسمه د طالب استازو په ګډون د لسو هېوادونو د استازو، امریکايي استازي او سولې شورا د یو پلاي په ګډون جوړه شوه.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دې ناستې ته بلل شوی هم و، سره له دې چې ګډون يې پکې نه دی کړی، خو وايي هیله ورته لري.
هغه له قزاقستاني تلویزون سره خبرو کې ويلي، د دې غونډې پایلو ته هیله‌من دی او تمه لري چې نورې ورته غونډې هم دوام ولري.
حامد کرزي زیاته کړې: « د مسکو ناسته یو مثبت او لومړنی ګام دی چې له شک پرته به پایله ولري، هیله لرو چې د مسکو دا ډول کنفرانس ادامه پیدا کړی چې یوې حل‌لارې ته ورسېږو.»
د مسکو ناسته کې د طالبانو دریځ د ګډونوالو تر څنګ افغان ولس هم خورا ګرم وستایه.
د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر وویل، د دوی دريځ واضح، څرګند او له یوه قوي موقف نه و، خو په ورته وخت کې يې د سولې شورا تللی پلاوی سخت کمزوری یاد کړ.
طالبانو مسکوغونډه کې هم پر امریکایانو غږ وکړ چې له افغانستانه پښې سپکې کړې، د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي وویل، که امریکا ونه وځي، نو په زور به يې شړلو ته مجبوره کړو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي