برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جګړې سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.


دغه کورنۍ چې شمېر يې تر زرو رسېږي، د کندوز ښار ته څېرمه او نورو خوندي سیمو ته کډه شوې دي.
د دوولسو غړو کورنۍ مشر حاجي نظرمحمد طلوع نیوز ته ويلي، چې د جګړې له امله يې ټول کور له سامانه ډک پرېيښی دی.
هغه وايي یوازې د کورنۍ له غړو سره ابدان دښتې ته رارسېدلی او په یوه خېمه کې اوسي.
بې ځایه شوې کورنۍ وايي د سرپناه ځای نه لري او د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امین الله ایدین هم مني چې حکومت بې ځایه شویو کورنیو ته هیڅ پام نه دی کړی.
هغه وايي تر زرو ډېرې کورنۍ سره لمر ته اوسېږي، دوی د سر پټولو هم څه نه لري.
دا په داسې حال کې دی چې په بل شمالي ولایت بلخ کې هم د پوځي عملیاتو له امله د چهاربلوک ولسوالۍ سلګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
ازادي راډيو د دې بې ځایه شویو کورنیو له خولې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو ملکي وګړي او د خلکو کورونه په نښه کول، دوی يوازې ځانونه تر خوندي سیمو رسولي دي.
یاده دې وي حکومت د نصرت په نامه عملیات په ټول هېواد کې پیل کړي دي، چې د طالبان د کلنیو عملیاتو اعلان د روانې میاشتې په پينځمه وشو، چې تر اوسه پورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې دواړه اړخونه یو بل ته د ډېرو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

شریک یي کړئ!