برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ سرطان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال دوستم

آریانانیوز: یوه معتبره حکومتي سرچینه وايي چې جنرال دوستم راتلونکې یکشنبې (تر دوو ورځو پورې) له ترکیې کابل ته راځي.


یادې سرچینې د چنګاښ په ۲۹مه وویل چې د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو پر سر هوکړه شوې او ولسمشر غني هم منلې څو د ولسمشرۍ لومړی مرستیال کابل ته راستون شي.
سرچینه زیاتوي چې جنرال دوستم له هېڅ ډول مخکې شرط پرته کابل ته راستنېږي او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده پیلوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د جنرال دوستم له بېرته راستنېدو سره به د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو په اړه هم د قانون له مخې پرېکړه وشي.
دغه راز ځینو نورو سرچینو ویلي چې قیصاري به تر خوشې کېدو وروسته په کابل کې پاتې شي او د هېواد شمال ته به د بېرته تلو اجازه ونه لري.
له ارګ سره د جنرال دوستم اړیکې د تېر کال په غويي میاشت کې وروسته له هغه چې له احمد ایشچي سره پر نا سم چلند تورن شو او حکومت یې د قضیې څېړلو هڅه وکړه، خړې پړې شوې.
جنرال دوستم د تېر کال د غويي میاشتې په ۲۹مه ترکيې ته ولاړ او ویاند یې اعلان وکړ چې نوموړی د روغتیايي معایناتو ترسره کېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی خو تر یو کال ډېر وخت کېږي چې هغه په ترکیه کې دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه