برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني په کابل کې ریشخور معیاري او مدرن مسلخ پرانیست

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل په ریشخوروکې د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د کابینې د یو شمېر نورو غړو او دولتي مقاماتو په حضور کې لومړنی معیاري مسلخ د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.


جمهور رئیس د دغه مسلخ د پرانیستې پرمهال د کرنې وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته د مبارکي ترڅنګ د مسلخ د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني جمهور رئیس ته په هغه اړه معلومات ورکړل.

جمهور رئیس غني وویل، دغه مسلخ خلکو ته د دوامداره کاري زمینو د برابرولو ترڅنګ په یوه شفټ کې د ۵۰۰ پسونو او سل غوایانو د حلالولو او تر شپږ میاشتو پورې د غوښې د ساتلو ظرفیت لري.

جمهور رئیس وویل، په دغه مسلخ کې په اسلامي طریقه حلاله کېږي. هغه زیاته کړه،ریشخور مسلخ به له روغتیایي، محیطي او اقتصادي پلوه امنیتي او دفاعي ځواکونو، بېلابېلو ادارو او هوټلونو ته اعتباري غوښه برابره کړي.

د اسیا پراختیایي بانک په مالي مرسته دغه جوړ شوی مسلخ طبي معاینه، قطن، د بسته بندۍ مرکز، لابراتوار، مالي او اداري برخه، د اوبو پاکولو کارخانه، د بېلابېل ظرفیت لرونکې اته سړې خونې او د پېرېدونکو د خدماتو برخې لري. ریشخور مسلخ ۲۴۰۰ کسانو ته دوامدار کاري فرصتونه برابروي او یوازې د کال په یوي کاري نوبت کې د یو میلیون کسانو د غوښې اړتیاوې پوره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي