برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس پاول رایان او ورسره پلاوي سره وکتل.


په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني پاول رایان او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او سولې پروسه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او له یوې نیمې لسېزې څخه زیات یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي