برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني په یوه ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژې وارزولې

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د کابل ښاروالۍ معین او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې رئیس سره په ناسته کې د کابل د لویدیځ عمراني پروژو په اړه خبرې وکړې.


په دغه ناسته کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې د کابل ښاروالی معین شعیب رحیم وویل، د کابل پر لویدیځ تمرکز زیات شوی او د عرفاني سرک د استملاک په برخه کې کار روان دی او همداراز د ځایونو د استملاک لپاره د مناسب بدیل په اړه د ځمکوادارې او د خلکو ترمنځ همغږي شته.

هغه د سړک د ظرفیت او ډیزاین، ښاري ډیزاین، د سرک جوړولو لپاره د مهالوېش، د استملاک ظرفیت، بدیلې ساحې او د ادارو ترمنځ د همغږي په اړه معلومات ورکړل.

د کابل ښاروالۍ معین او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې رئیس سمیع ستانکزي جمهوررئیس ته د کابل د لویدیځ د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه چې سرک، کانال او پارک پکې شامل دي معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د هغوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون د پراختیایي ادارې د پروګرامونو مننه وکړه او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د دشت برچي ساحې د وړاندیز شويو سرکونو او د هغو کورونو چې استملاک کېږي واضح نقشه چمتو کړي. هغه همداراز وویل، چې د موازي او فرعي سرکونو لپاره دې بدیلې لارې وارزول شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، سپینې او دولتي سیمې دې په نقشه کې ځای پر ځای شي، چې خلکو سره په سلا تصمیم ونیول شي.

د هېواد جمهور رئیس کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د عرفاني سرک د کار مشخصه نېټه، د پروژې او قراردادي شرکتونو مدیریت ژر ترژره مشخص شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل، د پروژو په تطبیق کې چټکوالی غواړم او خلک باید د ورکړل شویو ژمنو عملي پایلې وګوري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي