برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د پکتیا ولایتي شورا غړو سره په کتنه کې: دولتي ځمکه باید د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن له غرمې مخکې د پکتیا ولایتي شورا له غړو سره وکتل.


په پیل کې د پکتیا ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي دغه ولایت ته د جمهوررئیس له سفر څخه چې دوی وکولای شوای له نږدې ورسره خپلې ستونزې مطرح کړي؛ مننه وکړه، وې ویل: د حکومت او جمهوررئیس د ټولو برنامو په ځانګړي ډول له اقتصادي او پرمختیايي برنامو څخه ملاتړ کوو او په هر قیمت به د نظام تر څنګ درېږو او یوازې مو نه پرېږدو.

ورپسې نورو وکیلانو هم په خپل وار خبرې وکړې او د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ یې د خپل ولایت د ستونزو په اړه جمهوررئیس سره مشخص وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې.

د ولایتي شورا وکیلانو پر امنیه قومندانۍ د ترهګریز برید سمه څیړنه وغوښته او ټینګار یې وکړ چې د دغې څیړنې پایلې باید خلکو سره شریکې شي تر څو معلومه شي چې ستونزه چېرته وه.

هغوی وویل، په اقتصادي او پرمختیايي پروژو کې د فساد د مخنیوي په غرض باید د پروژو قراردادونه وکیلانو او زور واکو ته ورنه کول شي، د هغوی په خبره بیا دوی دغه پروژې په سمه توګه نشي څارلی او د نظارت بهیر ته ضرر رسوي.

د ولایتي شورا وکیلانو د سړک جوړونې د هغو پروژو پیلول وغوښتل چې لومړنۍ چارې یې بشپړې او نهايي شوي خو عملي کارونه یې یا نه‌دی پیل شوي یا ناتمامه پاتي دي.

همدارنګه وکیلانو وویل، د پکتیا ولایت په ادارو کې داسې رئیسان هم شته چې ۱۶کاله کېږي په یوه چوکۍ پاتې دي، د دوی په خبره د دغو رئیسانو کارونه باید و ارزول شي که سم کار یې کړی وي باید وستایل شي او کنه باید په ځای یې نوي تعینات وشي، دغه راز دوی په ادارو کې د سرپرستۍ ستونزه جدي وبلله او د ژر حل کېدو غوښتنه یې وکړه.

د ولایتي شورا وکیلانو له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د کادرونو په تعیناتو کې باید د خلکو سره سلامشورې وشي او ټینګار یې وکړ چې تعیناتو کې باید د باج ګیرۍ او زورواکۍ مخه ونیول شي.

همدارنګه دوی د پکتیا پوهنتون د ځمکې کمبود ته اشاره وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د پخواني هوايي میدان ځمکه دې د پوهنتون په واک کې ورکول شي او دغه راز یې د شپې پوهنځي او د طب د کادري روغتون جوړول، وغوښتل.

د پکتیا د ولایتی شورا غړو له جمهوررئیس څخه په کلکه وغوښتل چې د ځمکو د غصب مخه ونیسي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو حقوق په خپل وخت ورکول شي، د ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشي او د ټپیانو درملنه په خپل وخت وشي.

د پکتیا د ولایتی شورا غړو څرګنده کړه، تحصیلي بورسونه باید په شفاف ډول وویشل شي او په وینا یې پکتیا چې دا مهال لومړی درجه ولایت دی باید د تحصیلي بورسونو او د حج ونډه یې هم د لومړۍ درجې ولایت په اندازه وي.

دوی له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د ولایتي شورا وکیلانو ته باید وخت ورکړل شي چې د کابینې له وزیرانو سره ناستې ولري او خپل سیمه‌ییز مشکلات ورسره له نږدې شریک کړي.

د ولایتي شورا وکیلې زرغونه حمید توتاخیل بیا د ښځو اړوند ستونزو ته په اشارې د ښځو روغتیا ته توجه وغوښته وې ویل، پکتیا ولایت کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي او د مور او ماشوم مرګ او میر زیات دی، هغې وړاندیز وکړ چې پکتیا ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د ستونزې د حل په خاطر باید د پکتیا ولایت ښوونځیو کې هغو نجونو ته چې لوړې نمرې لري ځانګړی امتیاز په پام کې ونیول شي چې د طب پوهنځي ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د وکیلانو څخه مننه وکړه چې هم یې د حکومت له برنامو ملاتړ وکړ او هم یې خپلې ستونزې په خورا وضاحت ورسره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني چې د امنیتي او ملکي ادارو مسوولین یې تر څنګ ناست و، ټینګار وکړ چې د ځمکو غصب ورته د منلو نه دی او دولتي ځمکې باید د خلکو په ګته وکارول شي، هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړ چې د غصب شویو ځمکو اندازه معلومه او د مخنیوي په غرض یې عاجل اقدام وکړي.

جمهوررئیس وویل، د پکتیا والي ته مې لارښوونه کړې ده چې د پوهنتون د ځمکې په اړه خپل وړاندیز چمتو کړي او د کابینې غونډې ته دې وړاندې کړي چې ځمکه ورکول شوي.

جمهوررئیس غني د پکتیا ولایت ځمکه د زراعت لپاره مناسبه وبلله وې ویل: د کرنې پوهنځي د مسلکي کېدو لپاره یې د کرنې وزیر ته لارښوونه کړې ده چې داسې فارمونه جوړ کړي تر څو محصلان په‌کې هم تجربې او څيړنې وکړي او هم د زراعت له ودې سره مرسته وکړي.

جمهوررئیس په ادارو کې د سرپرستۍ د ستونزې او هغو رئیسانو په اړه چې زیات په واک کې پاتې شوي دي وویل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون او د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره توافق ته رسیدلي دي چې ټول بستونه د اروزونې وروسته اعلان ته وسپاري او د یوې شفافې پروسې له لارې نوي تعینات وکړي.

هغه وویل، ادارو کې اصلاحات په لومړی پړاوو کې اتو ولایتونو کې پیلېږي چې پکتیا هم په کې شامله ده. جمهوررئیس زیاته کړه، اصلاحات په ټولو برخو کې اجرا کېږي او هیڅ څوک د اصلاحاتو په پروسه کې د مداخلې حق نه لري.

جمهوررئیس غني د پکتیا د ولایتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې پکتیا ته به ټول امکانات د لومړۍ درجې ولایت په توګه نظر کې نیول کېږي.

جمهوررئیس د ښځو ستونزو ته په اشارې ژمنه وکړه چې دا ستونزې به په هر ډګر کې په اساسي او هراړخیزه توګه حل شي.

شریک یي کړئ!