برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د پروان ولایتي شورا غړو سره وکتل

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پروان د ولایتي شورا غړو سره وکتل. په دې کتنه کې د ولایتي شورا استازو د پوهنې، لوړو زده کړو، د بورسیو د ورکړې، د بګرام د بازار او سړک او د چاریکارو د سړک د انکشاف، ځوانانو ته د کارموندنې، ولسوالیو ته د برېښنا او د یوه جامع جومات د جوړولو په اړه خپل وړاندېزونه او ستونزې له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پروان د خلکو د ملاتړ مننه و کړه وې ویل، په داسې حال کې چې اوس له منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوی ده، پروان له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.

جمهوررئیس د جامع جومات د جوړولو په اړه د ولایتي شورا د استازو غوښتنې ته په اشارې وویل، په پروان ولایت کې به د معمارۍ په ځانګړي سبک د ټولو امکاناتو لرونکی جامع جومات جوړ شي.

دغه راز جمهوررئیس د کرنیزو تولیداتو پر معیاري بسته بندۍ او صادراتو ټینګار وکړ وې ویل، افغانستان اوس د ځمکې او هوا له لارې د هند، منځنۍ اسیا او اروپا بازارونو ته لاسرسی لري او باید زموږ محصولات په لوړ معیار پروسس او بسته بندي شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي