برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د سرپل ولایت د میرزا اولنګ درې له مشرانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د سرپل ولایت میرزا اولنګ درې له مشرانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندېزونه یې واوریدل.


په دې کتنه کې سید احمدجوادي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د میرزا اولنګ د خلکو غوښتنه د بشپړ امنیت خوندیتوب دی. هغه د میرزا اولنګ د بېرته نیولو او له دښمن څخه د غچ اخیستو په پار د جمهوررئیس له پاملرنې قدرداني وکړه.

جوادي د ځمکې د ورکړې، د میرزااولنګ د شهیدانو کورنیو ته د حج او تحصیلي بورسیو د ونډې او د دې سیمې له استوګنو سره د لومړنیو مرستو په برخه کې خپل وړاندېزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د میرزااولنګ سیمې د مشرانو د وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل: د میرزا اولنګ پېښه بشري ضد جنایت وو او ما ستاسې غږ د ملګرو ملتونو په غونډه کې پورته کړ، ستاسې درد د بشریت او د افغانستان د ټول ملت درد دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اقدامات په پام کې نیول شوي دي. هغه د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرزااولنګ د شهیدانو کورنیو ته دې د ځمکې د ویش تدابیر ونیسي.

هغه دغه راز له پیښو سره د مبارزې ادارې ته لارښوونه وکړه چې دمرستې بېړنۍ بستې او دغه راز دې د سرپناه د جوړولو لپاره د مرستې زمینه برابره شي. جمهوررئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د میرزااولنګ د ۴۹ شهیدانو کورنیو ته دې د حج سهمیه په پام کې ونیول شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړو زده کړو وزارت موظف کړ هغه ځوانانو ته چې د درس او لوړو زده کړو له دوام څخه وروسته پاتې دي، د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ!