برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني: د افغانستان ثبات د ولسوالیو په ښه مدیریت پورې اړه لري

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کاپیسا ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې وروسته د دې ولایت له ولسوالانو سره وکتل.


په دې کتنه کې نوراغا هوشمند د کاپیسا ولایت د نورو ولسوالانو په استازیتوب، سیمه ییزې حکومتولۍ ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او د دې ولایت د ولسوالیو ستونزې او پرمختګونه یې له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي په خاطر د ولسوالانو د فعالیتونو د قدرداني ترڅنګ په هېواد کې د ثبات په اړه د ولسوالانو رول مهم وباله ویې ویل، د افغانستان راتلونکی ثبات د ولسوالیو په ښه مدیریت پورې اړه لري. هغه زیاته کړه د قانون له مخې د هېواد د ولسوالانو رول واضح او برجسته دی.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان ټولې ولسوالۍ د وړتیا او منابعو له اړخه ارزول کېږي او د هغې مطابق به یې برنامې جوړې او ملاتړ وشي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، جنګي شرایط د دې لامل شوي چې په ځینو ولسوالیو کې د ولسوالانو رول کمرنګه او د امنیه قومندانانو رول پیاوړی شي، دا وضعیت باید بدلون ومومي او په سیمه ییزه حکومتولۍ کې تعادل رامنځته شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي