برخه -څانګه : afghanistan, politics, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د افغانستان او فلسطین د فوټبال ټیم غړو ته په خطاب کې: دواړه لوبډلې ګټونکې یاست

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او د فلسطین ملي لوبډلې غړو سره چې د دوستانه لوبې په موخه کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.


په دغه کتنه کې لومړی د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر ورزش ته د جمهوررئیس د پاملرنې او د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ د دوستانه لوبې د اسانتیاو برابرولو له امله مننه وکړه.

وروسته د فلسطین ملي لوبډلې سکرتر جنرال د افغانانو مېلمه پالنې څخه په مننې او د هېواد د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د دواړو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبې په مساوي ډول پایته ورسېدې او په حقیقت کې افغان او فلسطیني ملتونه ګټونکي دي.

نوموړي د افغانستان د تلپاتې سولې هیله وکړه وې ویل، دې لوبو د سولې پیغام درلود. د فلسطین ملي لوبډلې سکرتر جنرال په فلسطین کې د دوستانه لوبو د ترسره کولو په موخه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه.

په دې کتنه کې لومړۍ مېرمن هم حضور درلود او د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د افغانستان او فلسطین د فوټبال لوبډلو ته د بریاو هیله وکړه.

جمهوررئیس غني د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل: دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکلي ویاړ لري.

هغه زیاته کړه، له اویا کلونو راپدېخوا د هر افغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي او د افغانستان خلک پر خپلواک فلسطین باوري دي.

جمهوررئیس، په فلسطین کې د دوستانه لوبو د ترسرکولو په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې بلنې ته په اشارې وویل، دولت به د دې سفر په خاطر ټول امکانات د افغانستان د فوټبال فدراسیون په واک کې ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي