برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني دافغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره تاشکند بین المللي کنفرانس په څنډه کې دافغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ګریت بیلي سره وکتل.


دواړو لورو په دې کتنه کې له افغانستان سره د برتانیا د مرستو، د سولې پروسه کې د دې هېواد د رول او سیمه‎ییزه همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په تاشکند کنفرانس کې د نوموړي او ورسره پلاوي د ګډون قدرداني وکړه او د ثبات او سیمه‎ییزې همکارۍ په برخه کې یې د برتانیا او همکارو هېوادونو رول ارزښتناک وباله او له افغانستان سره یې د دې هېواد د مرستو مننه وکړه.

ګریټ بیلي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او یو ځل بیا یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي