برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

جرمني په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي

آریانانیوز: د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تایید کړه چې د جرمني حکومت هم غواړي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.


هغه زیاته کړه چې په کابل کې د جرمني سفارت به روانه اونۍ بېرته فعال شي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده عربي اماراتو په رسمي ډول په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

په کابل کې د سفارتونو ورو پرانستل په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو راپور ورکړل شوی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکوي چې که نړیوالې مرستندویه ادارې له افغانستان سره مرسته ونه کړي. ښايي يو ميليون افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي