برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر ډاډمن کیدوپوری په افغانستان کې به پاتی کیږو

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وویل تر هغو چې د ترهګرو په ځاله د افغانستان د بیا نه بدلېدو ډاډ ترلاسه نه شي، ځواکونه به یې په دې هېواد کې پاتې وي
ښاغلي مارک ایسپر تېره ورځ په واشنګټن کې له لوی درستیز جنرال مارک میلي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د ځپلو لپاره پراته دي، خو ټینګار یې کړی چې د قطر د سولې په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح ده
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، تر څو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه ونه شي، په افغانستان کې به جګړه روانه وي.

شریک یي کړئ!