برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
په ترکیه کې لس تنه غیر قانوني افغان کډوال ونیول شول.
ترکي رسنیو اعلان کړی، چې د ترکیې پولیسو ۱۰ تنه افغان مهاجر کارګران د زنګولدک په ښار کې په یوه زراعتي پروژه کې د کار د اسنادو د نه لرلو په خاطر نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د خلکو د شکایت له ترلاسه کولو وروسته دغه پناه غوښتونکي چې په یوه قراردادي شرکت کې یې په غیر قانوني توګه کار کاوه، وپیژندل او ونیول شول.
په راپور کې راغلي چې د دغو کارګرانو د ایستلو بهیر پیل شوی او تمه ده چې ډېر ژر به بېرته افغانستان ته ستانه شي.