برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تراوسه زرو کسانو ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه

آریانانیوز: د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني په دی اړه رسنیو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوم‌لېکنه کړې ده.



هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوم‌لېکنې پاتې شوي وو.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لېکنې لړۍ پيل شوې وه.
د کندهار پر کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم‌لېکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانېستې وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي