برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

تاجکستان کې د افغانستان سفارت: له افغانستان سره د لویدیځ خیانت د کابل د سقوط لامل و

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د لوېدیځ ژمنو ته د افغانستان حکومت خوشبیني د کابل د سقوط لامل شوه.


دوشنبې کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې اعلان کړی چې د جمهوریت د ځینو مشرانو د ناسم مدیریت او د هغوی د لوېدیځو ملاتړو د ژمنو په اړه د خوشبینۍ له امله، طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلی دی.

د دغه سفارت په اعلاميه کې ويل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مذهب، ټولنيز او عامه بنسټونه د دغې ډلې د افکارو له امله بدل شوي دي.

تاجکستان کې د افغانستان سفارت ویلي: په همدې ډول د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل، د ښځو له ټولو اساسي حقونو لکه کار او زده کړې څخه په ناحقه مخنیوی او د دغه هېواد د اداري نظام سقوط رامنځ ته شوی دی.

دغه سفارت د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بللې او له نورو ډیپلوماتیکو بنسټونو یې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په توګه د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند کړي.

په همدې حال کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ او د افغان ښځو د برابرۍ غورځنګ هم تېره ورځ وویل: له طالبانو سره هر ډول تعامل رد دی او د هیواد د کړکیچ یوازینۍ حل لاره د یو څو توکمیز ملي حکومت د جوړېدو لپاره د زمینې برابرول دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي