برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

بین الافغاني مذاکرات

آریانانیوز: په داسې حال کې چې روسیه تل د افغان سولې په تړاو د واشنګټن په هڅو شکمنه وي، اوس تازه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې امریکا هڅه کوي د افغان سولې په تړاو ترسره کېدونکي بین الافغاني مذاکرات له سبوتاژ څخه وژغوري
دا څرګندونې د روسیې فدراتیک جمهوریت د بهریو چارو وزارت ویاندې ماريا زخاروا د یو ټویټ له لارې کړي او زیاتوي، چې متحده ايالتونه هڅه کوي د مخامخ بين الافغاني خبرو د شړېدو مخه ونيسي؛ مګر په کابل کې د رامینځ ته شوي سياسي کړکېچ په زیاتولو کې امریکا ځکه لتاړه ده، چې د دوو ولسمشرانو ترمنځ یې یو ګټونکی وباله
د نوموړې په وينا روسيه پر سترو بين المللي لوبغاړو غږ کوي چې د افغانستان د ټول ولس او په نوموړي هېواد کې د ريښتينې سولې په خاطر د دغه په ټپه ولاړ حالت د هواري له پاره همغږې هڅې وکړي
که څه هم په تېر وخت کې روسيې د افغانستان د حکومت د ننه سياسي کړکېچ په اړه اندیښنه ښودلې وه؛ خو دا ځل يې په ځغرده په یاد کړکېچ کې امريکا په لاس لرلو تورنه کړه او د افغانستان د تېر کال ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه يې خپل دريځ په ضمني توګه روښانه کړ
ماريا زخاروا د روانې اپريل میاشتې په نهمه نېټه یوې خبرې ناستې ته ويلي ؤ، په افغانستان کې روان سیاسي اختلافات د جګړې د دوام لامل شوي او د داسې یو ټولشموله دولت جوړېدل یې ځنډولي چې د افغانستان خلکو ته د منلو وي او نړيوالو په رسمیت پېژندلی وي. د دې له کبله بين الافغاني مخامخ خبرې وځنډیدې ځکه چې د افغان حکومت او طالبانو تر مينځ د بنديانو د تبادلې په اړه اختلاف موجود ؤ. هغې ويلي ؤ نړۍ هيله لري دغه خبرې، چې د افغان ټولنې د ټولو پرګنو ګټې بايد په پام کې ونيسي، د افغانستان مسئلې ته يو هراړخيز حل راوباسي
په دغه ناسته کې نوموړې د افغانستان په ټولو اړوندو سیاسي قوتونو غږ کړی ؤ، چې دداخلي سیاسي لانجو هواري لپاره خپل ټول وس په کار واچوي او د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې پراته خنډونه لرې کړي
روسیه په داسې مهال په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ ختمولو او بین الافغاني مذاکراتو په پیل ټینګار کوي، چې د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې په شمول ګڼو بهرنیو او سیمه ییزو قدرتونو او په کور دننه افغان سیاستوالو هم د کابل په حکومتي مشرانو ډاکټر غني او عبدالله فشار ر اوستلی ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ شته خنډونه لرې او په هېواد کې روانه جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي