برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بګرام زندان کې د تنګو جامو پر سر بندیانو او ساتونکو شخړه

آریانانیوز: د بګرام له زندان څخه ورکول شوی خبر وايي، چې د دغه زندان د دریم بلاک د زندانیانو او ساتونکو ترمنځ د جامو پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له جنجال وروسته له زیات شمېر بندیانو څخه آن د اغوستنګ لپاره ورکول شوي جامې بېرته اخستل شوي.


د دغه زندان د دریم بلاک بندیانو ویلي، چې دوی ته عسکرو یو ډول سور رنګ لرونکې داسې تنګې جامې ورکړې، چې بیخې د اغوستنګ نه دي او نه پکې لمونځ کیدای شي. دوی زیاتوي ټولو بندیانو ته د دوی د اندازې خلاف دا توزیع شوې جامې دومره تنګې او ناوړه دي، چې هېڅ ناسته –پاسته او لمونځ نه پکې کیږي .

کله چې بندیانو د جامو په اړه شکایت کړی، نو سمدستې د زندان د ساتونکو له توند غبرګون سره مخ شوي چې وروسته په شخړه اوښتي چې په پای کې له ځينو بندیانو جامې په زوره وړل شوې او همداسې بربنډ او بې جامو پريښول شوي.
تر اوسه د بګرام زندان مسؤلینو او حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!